خبرونهسلايډ

د بښنې نړیوال سازمان: ولسمشر باید د اعدامونو احکام لاسلیک نه‌کړي

د بښنې نړیوال سازمان له ولسمشر اشرف غني نه غوښتي چې د جگړې په هغو بندیانو چې محکمې د اعدام  حکم کړی دی باید لاسلیک نه‌کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په داسې حال کې دا غوښتنه کړې چې طالبانو له دوی او د بشر د حقوقو له نړیوال سازمان څخه غوښتنه کړې وه چې د حکومت مخه دې له دې کار څخه ونیسي.

د بښنې نړیوال سازمان د وروستۍ خبرپاڼې عنوان دی «د اعدام سزا د ترهگرو پر وړاندې د حل لار نه ده» کې راغلي ولسمشر اشرف غني باید د دې اعدامونو احکام لاسلیک نه کړي.

طالبانو تېره میاشت د ملي امنیت د رجال برجسته په دفتر برید وکړ چې له امله یې ۶۴ تنه مړه او ۳۴۷ نور ټپیان شول. ولسمشر له دې برید وروسته له قضايي ارگانونو څخه غوښتنه وکړه چې په اعدام باندې د طالب بندیانو دوسیې دې نهايي کړي.

تېره اوونۍ د ولسمشر ویاند رسنیو ته وویل چې په اعدام د محکومو طالبانو لست ولسمشرۍ ماڼۍ ته د لاسلیک لپاره تسلیم شوی دی. د ولسمشر له دې غوښتنې وروسته طالبانو د یوې اعلاميې له لارې ټولو قضايي او څارنوالي ارگانونو ته د بریدیونو اخطار ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button