ليکوال: ميرويس درانی
په ۲۰۱۳م کال کې Prospect Magazine په نامه انټرنټي پاڼې د نړيوالو مفکرينو له پاره پرليکه ټاکنه پيل کړه. په دغه ټاکنه کې د انټرنټ له لارې هر چا، پرته له دې چې علمي او ټولنيزې سويې ته يې وکتل شي، کولای شوای د خپلې خوښې کس ته رايه ورکړي او مفکر يې ونوموي. په دغه ټاکنو کې وتلی ملحد او ډاروېنېست مفکر چارلس ډوکنز لومړی مقام وګاټه، د افغانستان اوسني ولسمشر دويم مقام او درېيم مقام د کاناډايي-امريکايي ساينسپوه، سټفن پېنکر شو.
ځينې کسان دغې سروې يا ټاکنې ته په ډېر درنښت نه دي قايل، ځکه د دوی له نظره علمي ارزښت نه لري. لومړی خو د يادې مجلې پر اعتبار باور نه شته، ګوندې د کوم چا د ځلولو له پاره پاڼې وړاندې يا وروسته کړی وي. بله دا چې په سروې کې هر چا کولای شوای برخه واخلي او خپل نظر څرګند کړي. دغه راز يو کس څو څو وارې هم رايه ورکولای شوای. په هر حال، د افغانستان اشرف غني احمدزي هم په کې دويم مقام ګټلی دی، او چې هر څنګه وي، اشرف غني د نړۍ دويم مفکر وبلل شو او د هغه په ولسمشريز کمپاين کې ترې ډېره استفاده وشوه.
چې مقدمه ډېره اوږده نه شي، لنډ د نړۍ پر لومړي مفکر، چارلس ډوکنز راګرځو. هغه ډېر وياړلی ډاروېنېست دی او د نړۍ په وتليو ملحدينو شمېرل کېږي. «د خدای خيال» د هغه له ډېرو مشهورو کتابونو شمېرل کېږي. ډوکنز تل په خپلو عجيبه او هيښنده نظرياتو خلک پارولي. دا وار، له ټايمز مجلې سره د هغه مرکه ډېره جالبه او پاروونکې وه.
ډوکنز د ماشومانو د ناسم استعمال (Child Abuse)، يا پر ماشومانو د جنسي تېري په اړه له ټايمز مجلې سره خبرې اترې کړې دي. هغه وايي چې که پر ماشوم لږ جنسي تېری وشي، يعنې داسې تېری چې د هغه بدن ته تاوان ونه لري، دې کې څه ستونزه نه شته او پروا نه کوي.
ډوکنز د مرکې په اوږدو کې خپله کيسه هم بیان کړې ده. هغه وايي چې د تېرې پېړۍ په پنځوسمه لسيزه کې، هغه مهال چې ډوکنز نهه کلن ماشوم و، پر ده هم جنسي تېری شوی دی. هغه خپله کيسه داسې کوي چې يو وارې کوم استاد خپلو زنګنو ته ورپورې وهلم او لاس يې زما په پرتوګ کې راننوېستی و. هغه زياتوي چې هغه مهال ډېر شرمېدل، خو کله چې استاد خپل کار خلاص کړ، خپلو ملګرو ته ورغلم او کيسه مې ورته وکړه. هغوی راته وويل چې ياد استاد له دوی سره هم دغه کار کړی دی.
د استاد له لورې پر ډوکنز د جنسي تېري د کيسې له کولو وروسته هغه پر دې موضوع تبصره کوي. دی وايی چې د استاد دغه کار د ماشومانو پر بدن کوم دوامدار او اوږدمهال اثر نه لاره، نو کوم غلط کار نه دی. ډوکنز وايي چې که پر ماشومانو داسې جنسي تېری وشي چې د هغوی پر روغتيا دوامداره منفي اغېزه ونه لري، پروا نه کوي او څه ستونزه په کې نه شته. هغه د مرکې په اوږدو کې دا هم ويلي دي چې بايد د پخوانيو خلکو دغه ډول کارونه په اوسنيو اخلاقي معيارونو بد ونه ګڼل شي.
هغه دغه راز ويلي دي چې ماشوم ته دين ورښودل او ديني زده کړه تر جنسي تېري ډېره بده ده. ډوکنز وايي چې که پر ماشوم لږ او سرسي جنسي تېری کېږي دومره بد کار نه دی، لکه ماشوم ته د دين ښودل.
د ډوکنز دغه ډول څرګندونو په غربۍ نړۍ کې هم ډېر خلک حيران کړل او د بحثونو يوه اوږده لړۍ يې پيل کړه. زموږ ټولنه کې دغه ډول څرګندونې لا ډېرې هيښنده دي. خو زه پرې تبصره کول نه غواړم او لوستونکو ته اجازه ورکوم، چې د مفکرينو پر نظرياتو په خپله سوچ وکړي او خپله يې وتلي.