افغانستانخبرونهسلايډ

پدرام: افغانستان اشغال دی

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې استازو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، جان کېري د وړمې ورځې پرېکړې پر ضد توند غبرګونونه وښودل. د ولسي جرګې غړیو د کيري پرېکړه «شرموونکې» وبلله.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي، عبداللطیف پدرام د جان کېري پرېکړه د یوه اشغالګر هېواد چلن وباله. ډاکټر پدرام جان کيري د امریکا د «ښکېلاکګر» هېواد استازی وباله.

پدرام وویل، کله چې د افغانستان خلکو لیدلي چې هېواد یې اشغال شوی، د ټولو قومي او سمتي توپیرونو سربېره یې د اشغالګرو پر ضد جهاد او مقاومت کړی او له خپل هېواد او دین څخه یې دفاع کړې.

پدرام وویل: «هغه څه چې جان کيري ترسره کړل، د نړیوالو اړیکو او نړیوالو حقوقو له نظره اشغال و او د یوه اشغالګر هېواد کړنه وه». پدرام وړاندې وايي: «له هر لحاظه دا یو اشغالګري عمل و او زه د دې ټربیون له شا د افغانستان خلکو ته وایم چې دا رژیم نور مشروعیت نه لري».

لطیف پدرام وايي: «جهاد د ازادۍ لپاره و، نه د ډوډۍ او اوبو لپاره».

پدرام له ولسي جرګې وغوښتل چې اعلامیه خپره کړي او د جان کيري کړنې د اشغالګرو په توګه وګڼي او ویې غندي. ډاکټر لطیف پدرام د خپلو خبرو په پای کې له خلکو وغوښتل چې اوسنی رژیم نور مشروعیت نه لري او مدني پاڅون یې پر ضد د ولس له واجبو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Back to top button