زموږ ژوند تر ډېره په ملگرو ولاړ دی، ځکه دوی سره ډېر وخت تېروو، ان کله له کورنيو هم ډېر له ملگرو سره اوسو، نو د دې لپاره چې له ملگرو سره دغه وخت په ښه توگه تېر شي، د ځينو ملگرو ملگرتيا ټينگول اړين دي.
د «اوهايو» پوهنتون ويليام رولينز په خپله ليکنه «د ملگرتيا اړيکه» کې ليکلي: «درې ډوله ملگري دي، چې هر څوک يې بايد په خپل ژوند کې ولري، لومړی ډول هغه چې سړی ورته خبرې کوي، دويم هغه چې باور پرې لري او دريم هغه چې هغه سره له ناستې پاستې خوند اخلي».
۱- هغه ملگری چې ته ورته خبرې کوي
دا داسې ملگری دی، چې ته په پوره ازادۍ ورته خبرې کولی شې او د زړه هره خبره ورته ډاډه ويلی شې، په عين وخت کې که ته مشوره ترې وغواړې، په ډېر اخلاص ځواب درکوي او هغه لور ته دې سيخوي، چې تا نور هم غوره کوي.
د دې ملگري دنده تل دا وي، چې تا د غوره والي لور ته ډيکه کړي، تر دې چې که هغه له تا سره کله سختۍ کولو ته اړ شي، هم يې کوي، څو تا سمې لارې ته برابر کړي.
۲- هغه ملگری چې ته پرې باور کولی شې
دا هغه ملگری دی چې ته پرې د خپل ورځيني ژوند په ټولو اړخونو کې باور کولی شې. هوايي ډگر ته درسره ځي راځي، کومې مهمې ليدنې ته د تگ پر مهال خپل بوټان وغيره درکوي، ډاکټر ته ستا د تگ پر مهال ستا کوچنيانو ته پاملرنه کوي او… نو ستا دا احساس چې تر شا دې څوک شته، تا ته ډاډ او ارام بښي.
همداسې بالعکس، که ته له داسې چا سره مرسته وکړې، چې درته اړ دی، تا ته راحت بښي، ځکه چې ته د کوم ملگري په خوشحالولو وتوانېږي، دا دې خوشحالوي او نېکبخته کوي.
۳- هغه ملگری چې له ناستې پاستې يې خوند اخلې
دغه ډول ملگري هغه خلک دي، چې موږ ورسره په ناسته د خوښۍ احساس کوو او په ملگرتيا کې يې ځان نېکبخته بولو. خو دومره ده، چې موږ همېشه له ځينو ملگرو سره -له نورو پرته- ډېر وخت تېرول غواړو، ان کله د کار له ملگرو او د کورنۍ له غړو هم ډېر وخت.
نو کله چې ته داسې نږدې ملگری ولرې، چې ستا په څېر په ځانگړو شيانو کې بند نه وي، لکه واده او د کار ملگري، نو له داسې ملگری سره ته ځان ډېر ازاد بولې او ځکه نو ورسره خوښ هم يې.
ځکه خو امام غزالي وايي : بې عقله ملګري نه ځان ساته چې د خير رسولو فکر کې شر دراړوي