خبرونهسلايډ

عبدالله عبدالله: څوک چې له طالبانو سره جگړه روا نه‌بولي مشروعیت نه‌لري

اجرایه رییس عبدالله عبدالله نن د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال «مارشال محمد قسیم فهیم» په دویم تلین کې وویل: «څوک چې د دولت له تریبیونه دا اعلانوي چې له طالبانو سره جگړه روا نه ده، خپل مشروعیت او ولسي حیثیت له لاسه ورکوي».
عبدالله همدارنگه زیاته کړه چې نه غواړي په دې اړه نور توضیحات ورکړي ځکه چې د ده د خبرو په مطلب د افغانستان خلک پوهېږي چې څوک یادوي.
داسې ښکاري چې د عبدالله عبدالله د خبرو څخه موخه پیر سید احمد گیلاني دی. ځکه پير سید احمدل گیلاني اوونۍ وړاندې له بي‌بي‌سي سره په یوې ځانگړې مرکې کې ویلې وو چې له طالبانو سره جگړه نه مفیده او نه جایز بولي.
عبدالله عبدالله همدارنگه زیاته کړه چې له طالبانو سره مشکل نه‌لرل په دې معنا نه ده چې موږ دې د ملت په ارادو کې تزلزل پیدا کړو.
د سیاسي چاروکارپوهان په دې نظر دي چې طالبان د سولې له پروسې سره کومه ستونزه نه‌لري. دوی په ښکاره ډول خپل شرایط وړاندې کړي دي. کاروپوهان زیاتوي چې ستونزه په حکومت کې دننه د پخواني جهاد میراث خوارو کې ده ځکه دوی نه غواړي طالبانو دې حکومت کې برخه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button