ټولنهسلايډ

په جاسوسۍ تورن خبریالان

په ورځني ډول خبریالان په گڼو کړنو تونرنېږي، خو ځينې تورنه يې بیا خورا خطرناکه انګېزې لري؛ لکه د «جاسوسۍ تور». دغسې تورونه ډېری د سياسې موخو له پاره وي.

د دې تورنو تر ټولو «بده» بېلگه د الجزیرې د خبریالانو دی، چې د مصر استخباراتو «قطر ته د جاسوسۍ» په تور نيولي دي. تېر جون کې په څلورو خبریالانو د اعدام حکم وشو. دوی د «الجزیرې تلويزون» او «رصد» وېبپاڼې سره مامورین ول. دوی د سیسي له کودتا ورسته د ۲۰۱۳م کال د جون په میاشت کې ونېول شوه.

دې تورونو په دغه ميدان کې یواځې د دوی سر و نه خوړ، بلکې ډېر نور هم د ورته تورونو له امله د زندان تورو تمبو شاته وغورځول. د ۲۰۱۵م کال کې حوثیانو، ناروېي خبریال ریموند لیدال د جاسوسۍ په تور وروسته لدې ونېو، چې نوموړې د «خبریالۍ ويزه» نه لرله. خو له یوې میاشت بند وروسته د تور د نه ثابتېدو له امله خوشې شو.

همدا راز، په ۲۰۱۲م کال کې دوه انګرېزي خبریالان، نکولاس دیفيس او و ګارېټ منټو ګومري په ليبیا کې ورسته له دې زنداني کړای شول چې، اسرائیلی توکي ورسره ونېول شول. مګر له پوښتنو او گېروېگنو وروسته دوی هم ازاد کړای شول.
همدا راز په سوریه کې لسګونه خبریالان د وسلوالو ډلو لخوا په ورته تورنو نيول شوي، چې مشهوره پېښه ورکې د سکای نيوز کارکوونکو نيول وو.

د جاسوسۍ تور لګونې ډګر کې ایران د ټولو هېوادونو سالار ګڼل کېږي. چې تر ټولو روښانه بېلگه يې د واشنطن پوسټ مسئول مدير جېسون رادیان، چې تر يو کاله ډېر امريکا ته د جاسوسۍ په تهمت زنداني شوې و، دی. همدا راز، د تېر جون ایراني چارواکو انګرېزه نازانین زاګارا راټکلېفې چې، د «ټامسن روېټرز» سره يې کار کولو د اپرېل په درېمه نېټه د حکومت ته د ننوتلو په کوښښ او جاسوسۍ په تورونو ونيوله.

ترکیه کې هم ژورنالېزم له خپلې ازادۍ برخمن نه دی. دلته هم د حکومت او د «جمهورییت» ورځپاڼې ترمنځ شخړې روانې دی. یادې ورځپاڼې د ترکيې له لوري سوري جگړه مارو ته د مرستې په اړه ځینې راپورنه خپراه کړل چې له امله يې، د ترکيې جمهور رئیس طیب اردوغان اړ شو چې د یادې ورځپاڼې په خلاف محکمه کې دعوه وکړي او د تحریر ریس او د انقرې دفتر مدیر د ۳ میاشتو د بند سبب شو.

لویدیځه نړۍ کوښښ کوي چې د بیان د ازادۍ په نامه د دریمې نړۍ په سیاسي چارو کې لاسوهنې وکړي. لویدیځوال خبریالان ډېری ځله د نورو هېوادونو په شخړو او حساسیتونو باندې خبر او یا هم بحثونه کړي چې دا هغوی ته د منلو وړ نه دي. چین کې لویدیځوال خبریالان د ایغور قوم او نورو شخړو په اړه کار کوي چې د چین حکومت دا نه زغمي او ډېری ځله یې خبریالان له خپلې خاورې ویستي دي او یا هم لکه ترکیه، لویدیځوال خبریالان د اردوغان د سیاستونو په ضد خپرونې کوي او یا هم د کرد بیلتون غوښتونکو د ادعا له پاره کار کوي چې نه اردوغان او نه ترکي ولس ته د منلو وړ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button