
تېره شپه د ولسمشر غني یو تن ساتونکی د ننگرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ «تعمیراتو» سیمه کې د شپې له خوا د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی دی. دغه ساتونکی د خپلې رخصتۍ لپاره کور ته ستون شوی وو.
د ننگرهار ولایت ویاند عطاء الله خوگیاڼي د دې خبر پخلی کړی دی او زیاته کړې ده چې د پېښي په اړه پلټنې روانې دي.