لا هم د تکنالوژۍ په نړۍ کې د برېښنا ساتل تر ډېرې مودې پورې یوه نه حل شوې ستونزه ده. سمارټ مبایلونه یا زیرکې گرځندې خپله برېښنا ډېر ژر له لاسه ورکوي.
نوو څېړنو ښکاره کړې چې ځینې پروگرامونه دي چې د مبایل چارچ ډېر ژر ختموي که چېرې دغه پروگرامونه لږ وکارول شي نو مبایل به تر ډېرې مودې پورې خپل چارچ وساتي.
له برتانیې څخه خپرېدونکې د میټرو په نامه مجلې لس د اندرویاد پروگرامونه یاد کړي چې د مبایل چارچ ژر لمنځه وړي. دغه یاد شوي پروگرامونه په لاندې ډول دي:
- فیسبوک تر ټولو نورو پروگرامونو د مبایل چارچ ژر لمنځه وړي؛
- گوگل مېپ یا د گوگل نقشه؛
- فیسبوک مسینجر؛
- انستگرام؛
- بلاک بیري مسینجر؛
- چاټون؛
- کیک؛
- وتس اپ؛
- وي چټ؛
- ویدر چاینل یا د هوا وړاندوېینه شبکه؛