اسلام اباد به د «اسیا زړه» نړیوال کنفرانس کوربه وي
د اسیا زړه نړیوال دوه ورځنی کنفرانس به د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې پیل شي. دې کنفرانس کې به افغانستان، اذربایجان، هند، چین، ایران، قزاقستان، قرغېزستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان او متحده عرب امارات ګډون کوي.
د غونډې په څنډه کې به پاکستان له افغانستان او هند سره جلا جلا ليدنې کوي. په دې ليدنو کې به له افغانستان سره د سولې د پروسې د بیا پیلېدو په اړه خبرې وشي. دغه راز له هند سره به د پولې پر سر شخړو په اړه خبرې وشي. تر دې دمه هند په دې غونډه کې د ګډون کولو او یا نه کولو په اړه څه نه دي ویلي.
د اسیا زړه کنفرانس په ۲۰۱۱ کال کې د ۱۴ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له لورې پیل شو. دې کنفرانس کې د مرکزي اسیا او منځني ختیځ هېوادونه برخه اخلي چې د افغانستان د مرستو په لارو چارو خبرې وکړي. د کنفرانس د ترسره کېدو لپاره د اسلام اباد امنيتي چارواکو ټينګ تدابیر نیولي دي.