خبرونهسلايډ

طالبانو د ملا محمد عمر زوی او ورور ته سترې دندې ورکړې

طالبانو ته نژدې ځینې سرچینې وايي چې د طالبانو نوي مشرتابه د پخواني مشر، ملا محمد عمر مجاهد زوی او ورور ته د رهبري شورا غړیتوب ورکړی. مولوي محمد یعقوب د ملا محمد عمر ۲۷کلن زوی او عبدالمنان عمري يې ورور دی.

سرچینه وايي، چې د ملا محمد عمر مجاهد زوی ته په رهبري شورا کې پر غړیتوب سربېره د پنځلسو ولایتونو د نظامي کمېسیون مشري او ورور ته یې د دعوت او ارشاد کمېسیون مشري هم سپارلې ده.

ویل کېږي، چې دغه پرېکړه نن شوې ده.

ملا محمد عمر مجاهد د طالبانو لومړنی مشر او بنسټګر بلل کېږي. ملا محمد عمر په ۱۹۹۴م کال کې د افغانستان په سویل کې د طالبانو د خوځښت بنسټ کېښود او په ۱۹۹۶م کال کې يې کابل تر خپلې ولکې لاندې راووست او د «افغانستان اسلامي امارت» يې اعلان کړ. د ۲۰۰۱ په اکټوبر کې د امریکا له یرغل وروسته، ملا محمد عمر تر ۲۰۱۳ کاله پورې د امریکا پر ضد د جګړي مشري کړې. د ۲۰۱۵م کال په جولای کې په ډاګه شوه چې ملا محمد عمر د ۲۰۱۳ کال په اپرېل کې په افغانستان کې وفات شوی.

طالبانو په تېر جولای کې ملا اختر محمد منصور د نوي مشر په توګه غوره کړ. د ملا اختر محمد منصور له غوره کېدو وروسته، ځینو طالب مشرانو له خپلو دندو استعفاوې ورکړې؛ خو په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې خوابدي طالب مشران د اختر محمد منصور په مشرۍ سلا شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button