خبرونه
کابل: د امریکا سفارت امریکایانو ته د احتیاط خبرداری ورکړی

د امریکا سفارت وروسته له هغې چې سړي تښتونکو د یوه امریکايي او څو نورو بهرنیو د تښتونې هڅه کړې وه خپلو کابل مېشته وگړو ته گواښ ورکړی دی.
د امریکا د سفارت په وېبپاڼه کې راغلي چې د دې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سړي تښتوونکو له لوري هڅه شوې وه چې یو امریکايي او څو نور بهرنيان اختطاف کړي.
د سفارت له لوري په دې خپاره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د سړي تښتونې گواښ لا هم بهرنیو وگړو ته شته دی.
د امریکا سفارت خپلو وگړو ته په داسې حال کې گواښ ورکوي چې تېره اوونۍ یوه استرالیايي مېرمن د جلالاباد ښار کې د سړيتښتوونکي له لوري وتښتول شوه او تر دې دمه ورکه ده.