خبرونهسلايډ

د چابهار پرېکړه لیک لاسلیک شو

چابهار یوه سوداگریزه سمه ده چې د ایران د بلوجستان په سیستان سیمه کې پرته ده. د افغانستان ولسمشریزه ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې اعلان کړه چې افغانستان به د منځنۍ اسیا او نورې نړۍ لپاره د چابهار د بندر له لارې وتړي او د دې هېوادونو د بنسټيزو اقتصادي واکونو د جوړولو لپاره پل جوړ شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال رسنیو ته ویلي چې ولسمشر د قطر له سفر وروسته تهران ته سفر کړی تر څو د چابهار د بندر په پرانستې غونډه کې برخه واخلي.

مینه پال همدارنگه زیاته کړه چې د چابهار بندر د افغانستان لپاره ډېر مهم دی. د مینه پال په وینا چابهار افغانستان ته د سیمې له نورو بندرونو ډېر نږدې او اقتصادي پرېوزي.

مینه پال همداراز وویل چې افغان سوداگر اوس کولی شي چې خپل کورني توکي د چابهار له لارې د افغانستان په نامه بهر ته صادر کړي.

تر دې مخکې د غالیو سوداگرو به تل له دې ستونزې سر ټکاوه چې افغانۍ غالۍ د پاکستان په نامه بهر ته صادرېږي ځکه چې دوی په افغانستان کې د قالینو د وینځلو او پرې کولو ماشینونه نه لري. اوس سوداگر کولی شي چې د چابهار له لارې افغاني غالۍ د افغانستان په نامه بهر ته صادر کړي.

د چابهار د بندر په جوړولو سره به د افغانستان اړتیا له کراچۍ او گوادر څخه ختمه شي او له دې وروسته به کولی شي چې د چابهار له بندر هم گټه پورته کړي.

تر دې مهاله ۱۳۵ افغان سوداگریز شرکتونو چابهار کې ثبت نام کړی چې د ایران د حکومت له لوري ورته ۵۰ هکتاره ځمکه ورکړل شوې ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button