د بېپیلوټه الوتکو په برید کې د القاعدې دوه غړي وژل شوي

د امریکا د هوايي ځواک او د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو خبر ورکړی چې پرون د یکشنبې په ورځ د بېپيلوټه الوتکو په برید کې د القاعدې دوه مهم غړي وژل شوي دي. خبرپاڼې زیاته کړې چې د القاعدې دې غړو غوښتل چې په کنړ کې نوي مرکزونه پرانیزې چې د موخې د ترلاسه کولو لپاره کنړ ته تللي وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې فاروق القحطاني او بلال العتابي د القاعدې د تنظیم دوه مخکښ غړي ول. دغه دواړه مشران د کنړ په غازي اباد سیمې کې په بیلو ودانیو کې پاتې کېدل چې دواړه په یوه وخت کې په نښه شول. د خبرپاڼې د راپور له مخې القحطاني د سپتمبر په پېښو کې هم لاس درلود او د ده په وژلو سره القاعدې ته ستر زیان اوښتی دی.
القاعدې تنظیم له ۲۰۱۱ز کال د مخه د افغانستان او پاکستان په گڼو برخو کې فعالیت درلود چې د سوریې له کړکیچ څخه وروسته د دوی مخه هلته شوه چې اوسمهال په دې سیمې کې کوم د پام وړ فعالیت نه لري. تر دې دمه د القاعدې مشرانو د دې دوه تنو د ترور په اړه څه نه دي ویلي.