
د افغانستان د څارګرې ادارې (ملي امنیت) سرچینې وايي چې لیکوال او سیاسي کارپوه، محمد حسن حقیار یې نیولی.
دغې سرچینې ویلي چې حقیار د «تاوتریخوالي د خپراوي او له ترهګرۍ د ملاتړ» په تور نیول شوی.
حسن حقیار د سیاسي او حقوقي چارو افغان کارپوه دی چې په رسنیو کې د هېواد د سیاست وضعیت او روانې جګړې په اړه نظر څرګندوي.
حقیار وړمه ورځ یوه خصوصي ټلویزیون سره په بحث کې د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور «شهید» ګڼلی و.