خبرونهسلايډسيمه او نړۍ
د پاکستان لاهور ښار په چاودنه کې څلوېښت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان په لاهور ښار کې شېبه مخکې چاودنه شوې، چاودنه د لاهور ښار علامه اقبال ښارګوټې ګلشن اقبال پارک کې شوې. په چاودنه کې تر اوسه لس کسان مړه شوي او دېرش نور ټپیان دي، ټپیانو کې د ماشومانو او ښځو شمېر ډیر دې، ټپیان د لاهور شیخ زاید او جناح روغتونونو ته انتقال شوي. چاودنه د اقبال پارک د موټر سایکلونو په پارکنګ کې شوې.
د چاودنه مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دې اخیستې.