روسيې پر امريکا نيوکه کړې ده، چې بايد وپوښتل شي، چې د چا په مقابل کې افغان او سوريايي پوځيان وژني.
امريکا په دې وروستيو کې دوه ځله پر افغان امنيتي ځواکونو بمباري وکړه، چې په ترڅ کې يې څوارلس تنه سرتېري ووژل شول او گڼ شمېر نور ژوبل شول.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا رسنيو سره خبرو کې ويلي: «امريکا بايد ځواب ووايي، چې د افغانستان او سوريې ملي امنيتي ځواکونه د چا په مقابل کې په نښه کوي او وژني».
نوموړې پر افغان سرتېرو د امريکايي ځواکونو بريدونه په کلکه غندلي او ټينگار يې کړی، چې باید په دې اړه وپوښتل شي. دا په داسې حال کې ده، چې سره له دې چې گڼو امنيتي چارواکو د امريکايي پوځيانو له لوري دغه بريدونه لاسي وبلل، خو افغان حکومت يې په اړه هيڅ پلټنې ونه کړې.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې اچين ولسوالۍ کې د امريکایي ځواکونو له لوري د ولسي وگړو بمبار هم غندلی دی، چې په ترڅ کې يې نږدې شل تنه ولسي وگړو ووژل شول او له شلو ډېر نور ټپيان شول.