سلايډسيمه او نړۍ

امريکا: پخواني پوځي پنځه پوليس وژلي

امريکا کې په دې وروستيو کې د پوليسو له لوري په مخامخ ډزو کې د دوه تور پوستو وژلو خلک پارولي او په لاريونونو يې لاس پورې کړی دی. د همدې لاريونونو په ترڅ کې د امريکا د ټکساس ايالت په ډالاس ښار کې په ډزو کې پنځه پوليس وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

پوليسو په ځوابي ډزو کې يو مشکوک تن وژلی او څو نور يې ژوندي نيولي دي. هغوی وايي، بريد د څو کسانو له لوري پلان شوی و.

وروسته معلومه شوه، چې پر پوليسو بريدگر تن امريکايي پوځي وو او افغانستان کې يې هم دنده ترسره کړې ده. پوليس وايي، نوموړي له دې وړاندې ورته ويلي و، چې د پوليسو له لوري د تورپوستو وروستيو وژنو په غوسه کړی دی.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي، چې هيڅ د توجيه وړ نه ده.

ځايي خلک وايي، پر پوليسو دغه بريد د هغو دوو تور پوستو د وژل کېدو په غبرگون کې شوی، چې پوليسو په مينه‌سوټا او لوئيزيانا کې وژلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button