پاکستان ته د افغانستان پخوانی استازی او د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی وايي چې افغانستان د پاکستان غوښتنې نه شي تر سره کولی او د سولې د راوستلو لپاره باید نوې لارې چارې ولټول شي.
داودزی چې د سولې په خبرو اترو او د پاکستان په رول کې اوږده تجربه لري وايي چې د سولې د خبرواترو پخوانۍ تجربه ښکاره کوي چې پاکستان یوازې خپلو گټو ته گوري او په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې کومه خواخوږي نه لري.
داودزي چې د یوه امنیتي چارواکي د مړینې په کالیزه کې خبرې کولې وویل: «پاکستان داسې غوښتنې لري چې نه اوسنی او نه کوم راتلونکی دولت یې تر سره کولی شي». داودزي په دې اړه چې پاکستان کومې غوښتنې لري نور معلومات ور نه کړل.
داودزی په دې اند دی چې د وحدت ملي حکومت د سولې په پروسه کې تر دې دمه کومه اساسي لاسته راوړنه نه ده تر لاسه کړې یوازې په دې اړه څه چې حامد کرزي تر لاسه کړي وو هماغه شته دي او بس.
داودزی په دې نظر دی چې د سولې د راوستلو لپاره باید له نورو تمه ونه شي یوازې بین الافغاني کوښښونه به وکولی شي چې په افغانستان کې سوله راوړي.