د راپورونو له مخې ویل کېږی چې سبا د ارگ په ماڼۍ کې به ولسمشر اشرف غني او حکمتیار د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې شوی هوکړه لیک لاسلیک کوي. تر دې دمخه ویل کېدل چې حکمتیار به د سولې د لاسلیک لپاره خپله کابل ته راځي خو د حزب اسلامي د سولې د استازو مشر امین کریم دغه خبر رد کړی او ویلي دي چې تر هغو پورې د حکمتیار نوم په تور لست کې وي نو د هغه راتگ به یو حکیمانه کار نه وي.
د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک غونډه کې به شاوخوا ۱۰۰۰ کسان برخه واخلي چې په دوی کې به افغان سیاستوال، روشنفکران او بهرني میلمانه هم برخه واخلي. حکمتیار به خپله وینا په انلاین ډول برخه والو ته وړاندې کړي او د دې سند یوه کاپي به لاسلیک کړي.
اوونۍ وړاندې د سولې هوکړه لیک د افغان حکومت له لوري د ولسمشر امنیتي سلاکار حنیف اتمر او د حزب اسلامي له لوري امین کریم د سولې د شورا تر څارنې لاندې لاسلیک کړ.