افغانستانسلايډ

روزگان: امنيتي ځواکونو د ګيزاب ولسوالۍ مرکز خوشې کړی دی

د روزگان اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونو او ځايي چارواکو د گيزاب ولسوالۍ مرکز خوشې کړی دی او د ولسوالۍ څلور کيلو مترۍ کې يوې پوځې قرارگاه ته په شا شوي دي. د خلکو په وينا وسله والو طالبانو د ولسوالۍ مرکز نيولی دی.

خو د روزگان د والي وياند د طالبانو له لوري د ولسوالۍ د نيولو خبرونه ردوي.

نږدې يوه مياشت کېږي چې د روزگان د مرکز ترينکوټ په گډون ټول ولايت کې د وسله والو سخت بريدونه روان دي او تر دې دمه د مرکز ترينکوټ د سقوط وېره شته. د همدې جگړو په لړ کې وسله والو طالبانو تېره شپه د گيزاب ولسولاۍ چوڼۍ، بالاژره، سيدانو دره، پاته کاخ او کندس سيمې ونيوې، چې د دې سيمو له نيول کېدو سره سم امنيتي ځواکونو او چاروکو د گيزاب ولسوالۍ مرکز خوشې کړ او څلور کيلو متره لرې يوې قرارگاه ته وتښتېدل.

د گيزاب يوه امنيتي چارواکي امريکا غږ سره خبرو کې د دغو سيمو د نيول کېدو او د ولسوالۍ د خوشې کولو پخلی کړی دی. هغه ويلي، چې د ولسوالۍ دفتر او ټولې ادارې يې خوشې کړې دي او چارواکي او امنيتي ځواکونه يادې قرارگاه ته تللي دي.

گيزاب د روزگان يوه له لويو ولسواليو ده، چې د مرکز ترينکوټ ختيځ لور ته دايکنډي سره نږدې پرته ده او له يوه کال راهيسې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د درنو نښتو شاهده ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button