افغانستانسلايډ

ملا منصور طالبان پر «دښمن» وروستي گذار ته وربللي

د وسله والو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وروستۍ اعلاميه کې پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې پر «دښمن» وروستۍ گوذار ته چمتو شي. د طالبانو رسمي وېبپاڼې «د افغانستان اسلامي امارت» د ملا منصور دغه اعلاميه خپره کړې ده.

ملا منصور دې اعلاميه کې پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې جگړه کې يوازې د شريعت پيروي وکړي او  پر «دښمن» وروستي گذار ته دې تيار وي. اعلاميې د ملا منصور دا خبره نوره نه ده څرگنده کړې.

د طالبانو مشر دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د ملي يووالي حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې تېرو اوونيو کې له چټکتيا وروسته يو وار بيا سړې شوې. د سولې څلور اړخيزې کمېټې ويلي وو، چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به طالبان نېغ په نېغه خبرو ته حاضر شي، خو دا کار لا هم نه دی تر سره شوی.

د سولې روان بهير کې افغان چارواکو ډېر زور پر دې راوړ، چې پاکستان طالب مشران نېغ په نېغه خبرو ته کښېنوي، پاکستان هم د دې کار ژمنه وکړه، خو پاکستانيو ورځپاڼو وويل، چې طالبانو په دې اړه د پاکستان غوښتنه رد کړه. د طالبانو اعلاميو هم څرگنده کړه، چې د شرطونو له منل کېدو پرته به هيڅ لوري سره خبرو ته کښېنني. د ملي يووالي حکومت ولسمشر وړمه ورځ د ناټو له عمومي منشي سره گډ کانفرانس کې وويل: «ژر ده ووايو، د سولې هڅو گټه ونه کړه».

د طالب مشر ملا منصور نوي پيغام طالبان په راتلونکي کې پرېکنده جگړې ته هڅولي، هغه پر طالبانو غږ کړی، چې جگړه کې له افراط او تفريطه ډډه وکړي او ولس ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړيوالو راپورونو پر اساس اوسمهال د افغانستان دېرش سلنه خاوره د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، خو د هيواد دننه د چارو څارونکي وايي، طالبان له دې هم پر ډېرو سيمو واکمن دي. د ولسي جرگې غړي همدا اوس د ځينو ولايتونو له سقوطه اندېښمن دي.

د طالبانو اعلاميه کې ويل شوي، طالبان بايد د هيواد کوچنيانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره کړي او د دولت پر کار کوونکو او ملاتړو کار وکړي، څو ځان ته يې جلب کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button