په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو پرون ناوخته د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ مرکز له امنيتي ځواکونو ونيو، امنيتي چارواکي ادعا کوي، چې طالبان يې بېرته په شا تنبولي او د ولسوالۍ مرکز اوسمهال د دوی تر ولکې لاندې دی. طالبانو له څو ورځو را په دې خوا د دې ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړي وو، چې د کندز د ولايتي شورا د غړي امر الدين ولي په وينا تېره ورځ يې ولسوالۍ په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوسته.
ښاغلي امر الدين زياته کړې، چې سره له دې چې ولسوالۍ ته څېرمه مرستندويه ځواکونه شته، خو ولسوالۍ بېگا د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه وايي امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ له مرکزه په شا شوي دي.
خو کندز کې د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندان شير عزيز کامه وال وايي، چې طالبان د ولسوالۍ بازار کې دي او دولتي ادارې د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دي.
چارواکي زياتوي، چې اق تيپه بازار کې اوس هم طالبانو سره درنه جگړه روانه ده، چې دواړو لوريو ته په کې تلفات اوښتي دي. له سيمې څخه عيني شاهدان وايي، چې طالبانو د ولسوالۍ له مرکز سره په خورا لږه فاصله کې سنگرونه نيولي او د بيا بريد پلان لري.
د کندز امنيه قوماندان قسيم جنگل باغ هم وايي، چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ مرکز نيولی و، خو سهار مهال بېرته د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغی.
امنيه قوماندان بل پلو د همدې ولايت دشت ارچي ولسوالۍ کې هم د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ له درنو جگړو خبر ورکړی، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.
طالبانو بېگا درشت ارچي کې د پراخو بريدونو ويلي و او ادعا يې کړې وه، چې گڼې سيمې يې له امنيتي ځواکونو نيولې دي.