د کندز ښار اوسېدونکو او ديني عالمانو خبر ورکړی، چې د ښار ځينو ځايونو کې نشهيي توکي او شراب په ښکاره توگه پلورل کېږي. خلک وايي، سره له دې چې پوليس له دې هر څه خبر دي، د مخنيوي لپاره يې گام نه پورته کوي.
د کندز ښار له سلو ډېرو ديني عالمانو نن د يوې غونډې پر مهال چارواکو ته په دې اړه مشورې او طرحې وړاندې کړې.
يوه ديني عالم مفتي سراج الدين وويل: «الکولي مشروبات او نشهيي توکي لکه هيروئين او اپين، د کندز ښار د امام صاحب بندر په حوض کوڅه کې په علني ډول خرڅېږي او پوليس يې د خرڅوونکو د نيولو وس نه لري».
نوموړي زياته کړه، د کندز له چارواکو سره يې دا خبره پخوا هم شريکه کړې وه، خو پاملرنه ورته ونه شوه.
د مولوي کبير په نامه يوه بل تن وويل: «ځوانان د ښار له معلومو ځايونو الکولي مشروبات رانيسي او په تفريحي ځايونو کې يې څښي، چې ځايي اداره يې بايد مخه ونيسي».
د کندز چارواکي بيا وايي، چې په تېرو وختونو کې يې له لسو ډېر کسان له الکولي مشروباتو او نشهيي توکو سره نيولي دي او لا هم جدي مبارزه پر مخ وړي.
تېره ورځ داسې راپورونه ورکړل شول، چې د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې د سنوکر لوبې کلپونه د نشو او نښتو په ميدانو بدل شوي دي، چې ډېری ځوانان په کې شراب او چرس څکوي او خبر ان تر اخ و ډبه رسېږي.