د امریکا په فلوریدا ایالت کې د همجنسبازانو پر یوه کلب باندې د وسلهوال برید له کبله شاوخوا پنځوس تنه مړه او تر پنځوس ډېر نور ټپیان شوي دي.
۲۹ کلن وسلهوال چې عمر متین نومېږي او د راپورنو له مخې په یوه افغانه کورنۍ کې لوی شوی دی له درې ساعته مقاومت وروسته د پولیسو له لوري وژل شوی دی. د جگړې په بهیر کې یو تن پولیس هم ټپي شوی دی.
د فلورېدا په اورلاندو ښار کې ټینگ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د راپورنو له مخې تر دې دمه امنیتي ادارو کوم کره شواهد نه دي تر لاسه کړي چې په دې دلالت وکړي چې گواکي عمر متین دې له کوم ترهگریزې ډلې سره اړیکه ولري.
د امنیتي چارو پوهان وايي چې د امریکا په معاصر تاریخ کې د وسلهوالو د بريد له کبله دا تر ټولو ستره پېښه شمېرل کېږي. پولیسو د پېښې په اړه پلټنې روانې کړي تر څو معلومه کړي چې دا برید د چا له لوري شوی دی.
د امریکا د مسلمانانو ټولنې دا برید غندلی او د قربانیانو کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرگنده کړې ده.