د غزني په دولتي ادارو کې د اخلاقي فساد او جنسي تېريو له وېرې مېرمنې دندو ته نه ځي. دا په داسې حال کې ده، چې غزني کې هر کال سلگونه مېرمنې له ښوونځيو او پوهنتونونو فارغېږي.
د غزني ښځينه فعالانو رسنيو سره خبرو کې ويلي، مېرمنو کې د کار ظرفيت او علاقه ډېره ده، خو دولتي ادارې له اخلاقي فساد ډکې دي او هغوی له نورو مامورانو سره په ډاډه زړه کار نه شي کولای، ځکه دندو ته نه درومي.
د غزني د ولايتي شورا غړو د ښځينه فعالانو د خبرو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې اداري او اخلاقي فساد مېرمنې له کاره منع کوي، سره له دې چې له کوره اجازه لري.
يوې فعالې «زين العرب ميري» په دې اړه وويل، ډېرې داسې نجونې پېژني، چې لوړې زدهکړې يې کړې دي، له کوره د کار اجازه هم لري، خو په دولتي ادارو کې روان اخلاقي فساد د کار کولو جرئت ترې اخيستی دی. هغه وايي: «داسې مېرمنې هم پېژني، چې د کوم کار په بدل کې د خپل مشر، مسوول يا مدير ناوړه غوښتنې نه مني، نو له دندو لېرې شوې دي».
د غزني د ولايتي شورا غړې فاطمې رحيمي سلام وطندار ته ويلي، «دا چې مېرمنې له واکمنو کسانو سره اړيکې نه لري، نه شي کولای لوړو پوستونو باندې کار وکړي، خو که دې پوستونو ته رسېدل غواړي، يا به خپل ځان ذليلوي او يا به استعفا ورکوي».
خو د غزني د ښځو چارو رييسه شکريه ولي بيا وايي، ښځې خپله علاقه نه لري، دولتي ادارو کې له نارينه و سره گډ کار وکړي. هغه زياتوی، تر دې دمه په دې اړه ورته هيڅ شکايت نه دی شوی، ځکه يې تاييدولی نه شي.