خبرونهسلايډ

ارگ کې د غوايي اتمه ولمانځل شوه

نن د غوايي اتمه په ارگ کې د جهادي او د ملي یووالي حکومت د مشرانو په شتون کې  د مجاهدینو د بري څلورویشتمه کلیزه ولمانځل شوه.

ولسمشر اشرف غني د خپلې وینا پر مهال وویل: «د ملي یووالي حکومت کله هم دېته نه دی حاضر شوی چې د ملي منافعو پر سر دې له کوم بهرني هېواد سره معامله وکړي». ولسمشر همداراز له ‍طالبانو سره د جگړې پر دوام ټینگار وکړ.

ولسمشر یو وار بیا تکرار کړه چې دا جگړه پر موږ تپل شوې ده، موږ کله هم نه غواړو چې جگړې ته داخل شو. د ولسمشر په وینا د دې جگړې قیمت به هر افغان ورکوي.

تر ولسمشر مخکې فاروق اعظم له طالبانو او د ملي یووالي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې جگړې ته نور د پای ټکی کېدي. فاروق اعظم له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د سولې خبرې دې له طالبانو سره وکړي، نه له پاکستان سره او همدارنگه له طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د امریکا پر ځای دې د سولې خبرې له حکومت سره وکړي.

د فاروق اعظم په وینا که دواړه خواوې خپل مخاطبین پردي گڼي نو په پای کې به د سولې خبرې یوازې د امریکا او پاکستان تر منځ تر سره شي.

فاروق اعظم همداراز زیاته کړه چې پښتون د دې جگړې قرباني کېږي. فاروق اعظم همداراز وویل کړه چې په تېرو څوارلسو کلو کې له پښتون سره جگړه شوې ده. هغه د تېر کانکور پایلې د بیلگې په ډول يادې کړې او ويې ویل چې له دایکندي څخه ۵۷۰۰ تنه محصلین کانکور کې بریالي شوي او له کندهار څخه یوازې ۲۱۰۰ تنه بریالي دي چې دا پخپله د دې معنا ورکوي چې پښتون له تعلیم څخه لرې پاتې شوی دی.

ولسمشر له خپلې وینا څخه مخکې د فاروق اعظم خبرې رد کړې او زیاته یې کړه چې د ترهگرۍ په جگړه کې ټولو افغانانو ته زیان اوښتی دی. د ولسمشر په وینا په دې جگړه کې د بدخشان او کندهار ولسونو ورته قرباني ورکړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button