د افغانستان په تړاو د ولسمشر اوباما د سیاست له مخې د امریکایي ځواکونو شتون موده د ۲۰۱۴م کال په پای کې سرته ورسېده او تمه کیده چې د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې به ټول امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي. په افغانستان کې د جگړې زیاتوالي د امریکایانو دا سیاست چې افغانستان به په بشپړ ډول پریږدي بدل شو او د ۲۰۱۶م تر پایه به ۵۰۰۰ امریکایي ځواکونه پاتې کېږي.
د واشنگټن پوست د تازه راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت، پنټاگون مشرانو پرېکړه کړې چې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي. پنټاگون وايي: «په افغانستان کې ډېری سیمې د طالبانو په ولکه کې دي چې د القاعدې جگړماري روزي ». د امریکا دفاع وزارت وايي، دغه جنگیالي د افغانستان له پولو لرې نورو سیمو ته هم خطر زیاتوي. د پنټاگون له نظرو دغه «ننگونې دا اړتیا رامنځته کوي چې بهرني ځواکونه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي».
د پنټاگون یوې سرچینې واشنگټن پوسټ ته ویلي چې افغان ځواکونه هوايي، استخباراتي او روزنیزو برخو کې مرستې ته اړتیا لري. د امریکا په باور، دا کار «یوې او دوو ورځو چاره نه ده او لسیزو او نسلونو ته اړتیا لري». د پنټاگون پخوانی چارواکی «مایکل فلورني» رسنیو ته وویل: «امریکایان افغانستان ته د دې لپاره نه دي راغلي چې بېرته وگرځي، امریکا ته یې گټې مهمې دي چې له خطر څخه یې وژغوري».
په افغانستان کې د امریکایانو ویاند جنرال ویلسن شافتر خبري ناستې ته وویل: «دا مهمه نه ده چې په راتلونکي کې به څه کېږي خو اوسمهال د افغانستان ډېری سیمې د طالبان په لاس کې دي چې دا په راتلونکي کې د ټولو لپاره یو مهم گواښ دی».
په افغانستان کې ډېری وخت د امریکايي ځواکونو د شتون په تړاو شکونه او بدگومانۍ څرگندېږي. په ۲۰۱۳م کال کې چې کله له امریکا سره د امنیتي تړون خبره توده وه، د تړون دېری مخالفینو باور دا و چې امریکایان افغانستان کې اوږدمهاله ستراتيژي لري. تر دې دمه طالبانو او افغان حکومت په دې تړاو غبرگون نه دی ښودلی.