
د رحمت الله نبیل له استعفا وروسته، نن ماښام د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت مرستیال مسعود اندرابي د ملي امنیت سرپرست مشر وټاکه. غونډه کې اجراییه ریس عبدالله عبدالله هم ګډون لاره. غني د خپلو خبرو پر مهال وويل چې «موږ له سلا مشورې وروسته مسعود انداربي د ملي امنیت سرپرست مشر وټاکه چې د يادې ادارې چارې پر مخ بوځي».
همدرانګه غني د ملي امنیت له کارکوونکو څخه مننه او قدردانۍ وکړ او د دوی له کار څخه یې خپل رضایت ښکاره کړ. ولسمشر له انجینیر رحمت الله نبیل څخه هم مننه وکړه چې د امنیت په راوستلو کې یې خپل کوښښ کړی دی.
په دې غونډه کې د ملي امنیت ټولو مرستیالانو ګډون لاره.