افغانستانسلايډ

کابل: د سولې بهير څلورمه غونډه روانه ده

افغان چارواکو د افغانستان د سولې په اړه د څلورمې ناستې د پيلېدو خبر ورکړی دی. له دې مخکې د سولې څلور اړخيزې کمېټې اسلام اباد او کابل کې درې غونډې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، غونډه د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني په خبرو پيل شوه او تر ناوخته به دوام وکړي.

افغان چارواکو مخکې ورځو کې خبر ورکړی و، چې د څلور اړخيزې کمېټې په دې ناسته کې به طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو ځای او وخت معلوم کړي. طالبانو ويلي، يوازې د قطر دفتر له لوري خبرو ته تيار دي.

په داسې حال کې چې د ملي يووالي حکومت ډېر مشران په محتاطانه ډول د سولې دغو خبرو ته هيله من دي، د امريکا لوړپوړي چارواکي بيا دا خبرې گټورې نه بولي، ځکه په وينا يې طالبان به په کې د نه منلو شرطونه کېږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button