سلايډسيمه او نړۍ

انتوني گوټيرز د ملگرو ملتونو نوی عمومي منشي ټاکل شوی

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پرون انتوني گوټيرز د خپل نوي عمومي منشي په توگه وټاکه. دغه شورا په رسمي ډول اعلان کړه، چې ښاغلی گوټيرز به د بانکي مون ځای ونيسي. د بانکي مون د کار موده د روان کال تر پايه ختمېږي.

د م م د امنيت شورا پنځلسو غړو هېوادونو د رايو په اکثريت انتوني گوټيرز د عمومي منشي په توگه ټاکلی، نوموړی دا مهال اوه شپېته کاله عمر لري.

ملگرو ملتونو کې د روسيې استازي او د امنيت شورا مشر د نوموړي په اړه وويل: «دا يوه پر ځای پرېکړه ده، ښاغلی گوټيرز هر چا سره خبره کوي او هر چا ته غوږ ږدي. دی هر څه په ښکاره وايي او له نورو يې هم اوري».

د يادونې ده، چې د م م نوی مشر د پرتگال پخوانی صدر اعظم دی. نوموړی همدا راز د مهاجرينو لپاره د م م د عالي کمېشنرۍ يا «UNHCR» د مشر په توگه هم پاتې شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button