د امريکا دوستۍ ترکيه له نوې گواښونو او ننگونو سره مخ کړې
لطف الرحمن افتاب
په ترکيه کې د عدالت او پراختيا گوند مشر او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په اسلامي نړۍ کې يواځينې داسې واکدار دی، چې د امريکا په شمول د غرب د استخباراتي کړيو پاليسي او چال چلند يې په سهي معنی درک کړی، دغې نکتو ته اردوغان په خپلو خبرو او تقريرونو کې ډېر ځل اشاره کړې او د خپل قوم زړه ته يې دا خبره په کلکه غورځولې، چې شايد يوه نتيجه يې د امريکا پر ځای د ترکانو په خپل ځان او خپلو زيرمو تکيه کول دي، چې په خپل وار يې ترکيه له يو سخت اقتصادي بحرانه لرې د ترقۍ په لور رهي کړه.
خو له دې ځيرکتیا سره داسې ښکاري، چې په دې وروستيو کې د امريکا استخباراتي کړۍ په دې توانېدلي، چې ترکيه هم د سوريې په اور کې وسوزوي او د ترکيې د راپرځولو ارمان يې پوره شي او د وروستيو په څېر يو ځل بيا امريکايي بانکونو او پانگوالو ته لاس په نامه ودريږي. د نړۍ هر فرد په دې پوهېږي، چې امريکايي زبر ځواک هېڅکله د نړۍ پر سر قوي طاقت نه خوښوي او د دوی د پردو تر شا ناست پاليسي جوړونکي هر طاقت د امريکا د خلکو او امنيت لپاره ازغی گڼي، بيا د اسلامي دولتونو په اړه د دوی ويره له نورو هم زياته ده، د مچۍ نيښ هم ورته د مار له چيچولو کم نه ښکاري. امريکا که روسيه او چين د ځان لپاره گواښ گڼي، نو د ترکيې په څېر اسلامي دولت ورته له خاماره کم نه دی. تېر کال د نومبر د مياشتې په درېيمه واشنگټن کې د امريکا د امنيت او سلامتيا د يوې غونډې په ترڅ کې د پوځ عمومی مشر (مارک میلي) د خپلو څرگندونو په ترڅ کې وويل، چې روسيه يواځې داسې ملک دی، چې امريکا تباه کولای شي. د جنرال مطلب له تباهۍ په امريکا د ايټم بم غورځول وه. امريکا که يوې خوا د ايټم بم له تباهۍ ډاريږي، له بلې خوا په ختيځ او عربي نړۍ کې خپلې گټې خپله يواځينۍ روزي گڼي، ځکه نه غواړي د نړۍ په دغه غني اړخ کې داسې څوک پاتې شي، چې د دوی د گټو په لاره کې ازغی جوړ شي.
د سوريې ناورين يواځينی داسې دام و، چې سي ای ايه وکولای شول ترکيه په کې ونيسي. د سوريې د کړکيچ په شروع کې د ترکيې د بې طرفه کېدو دريځ ډېر د ستاينې وړ و. سره له دې چې دغه اخ او ډپ له ۲۰۱۱ز کاله شروع و، خو اردوغان يواځې د خپلو پولو په خونديتوب او بې کوره شوو ته په پناه ورکولو بسنه کړې وه، ځکه چې د خپلو کردي مخالفينو سره يې روغه جوړه کړې وه او د اسلامي دولت سره يې هم کومه ځانگړې ستونزه نه درلوده، مگر کله يې چې د امريکا عرض واخيست او د تېر کال د جولايي په ۲۳ يې خپل د (انجرليک) ستر هوايي ډگر د امريکايي الوتنو پر مخ پرانيست له همغې ورځې نه چې د امريکايي څارگرو ادارې کار کاونکي په ترکيه کې ښکته شول، د ترکيې امنيت له سترو گواښونو سره مخ شوی.
ترکیه د امريکا په اړه په لومړيو کې په خپل دغه سياست تر ډېره مطمئنه ښکارېده او په خپل له بحرانه نوي ايستل شوي اقتصاد ډېره باوري وه، چې دغه ډول ادراک د سوريې په ناورين ورگډه کړه، د امريکا وعدو دومره مطمئنه کړه، چې پاليسيو يې تغير وخوړ. سره له دې چې په سوريه کې د امريکا د گټو د لاس نيوي پر وخت د گردې اسلامي نړۍ د سياسی چارو کارپوهانو او علماوو ترکيه له دغې ناورين ويرولې وه. د تېر کال د اکتوبر په يولسمه د اسلامي نړۍ ستر مفکر دکتور زغلول نجار چې يو مشهور مصری عالم دی او د قران کريم د تفسير او اعجاز په اړه ورته الله تعالی ځانگړی علم ورکړی، په اردن کې د قرآن کريم د حافظانو د فراغت د غونډې په ترڅ کې په خپلو خبرو کې وويل، چې ترکيه يوازينی اسلامي دولت دی، چې په اسلامي مفاهيمو ولاړ او په عصري ټيکنالوجۍ سمبال دی، نوموړي زياته کړه: د اسلامی نړۍ دغې پرمختللي هېواد ته په لوې لاس د اسلام دښمنانو ستره دسيسه جوړه کړې او غواړي، چې د سوريې او عربي نړۍ په کړکيچ کې يې ښکېل کړي.
ترکيه نن ورځ د امريکا په ملگرتيا کې ځان په داسې حال کې د يوازېتوب احساس کوي، چې ډېر دښمنان لري، دغه دښمنان په خپل وار د ترکيې د خپلواکۍ او امنيت لپاره بېلې بېلې ننگونې دي.
۱- روسيه: روسيه داسې هېواد دی، چې د امريکا امپراطور يې د ځان لپاره خطره گڼي، نن ورځ ترکيه د همدې قوي ځواک سره ښکر په ښکر ده. روسيې او ترکيې سره ډېرې نږدې اړيکې درلودې او د مایع غاز په شمول يې په ملياردونو ډالرو تجارتي قراردادونه لرل، چې د روسيې او خصوصا ترکيې په اقتصادي نمو او پرمختک کې يې مهم رول درلود. دغه خوږې اړيکي امريکا ته د زغم وړ نه وې او مخکې له دې، چې روسيه په سوريه کې د خپلو گټو د خونديتوب لپاره ځان راورسوي، امريکا ترکيه دې ته وهڅوله، چې د سوريې په جنگ ځان ورگډ کړی، چې په نتيجه کې امريکا د همغې ورځې انتظاره کاوه، چې يوه ورځ به ترکيه د روسيې او روسيه د ترکيې الوتکه راوغورځوي او د دواړو هېوادونو اړيکي به خرابې شي. همغه وو، چې ترکيې د روسيې الوتکه راوغورځوله او نن ورځ دواړه دولتونه يو بل د ځان لپاره گواښ گڼي.
امريکا لکه څنگه چې روسيه د ځان لپاره خطره گڼي او د خپلې تباهۍ يواځينی تصوير ورته د روسي پوځي طاقت ښکاري، نو هيڅکله نه غواړي د روسيې سره سر وجنگوي. څو ورځې مخکې د روسيې د دولت رسمي خبري شبکې (RT) په خپل راپور کې لیکلي وه، (چې په سوريه کې امريکا او روسيه د ښه تفاهم په رڼا کې خپلې پاليسيانې پر مخ بيايي، تردې چې امريکا ورته د خپلو پوځيانو د ميشتېدو ځايونه هم ښودلي دي). راپور زياتوي، چې دواړو قوتونو دغه کار ځکه کړی، چې امريکا او روسيه هيڅکله نه غواړي په يو بل تيری او ډزې وکړي.
۲- د (YPG) گروپ: دا هغه ډله ده، چې امريکا د اسلامي دولت او د بشار الاسد د رژيم د راپرځولو لپاره جوړ کړی، دغه گروپ په نړېواله ميډيا کې د (People’s Protection Units) په نوم ډېر شهرت لري. د دغې ډلې جنگيالي اکثره کردان دي او ډېره کمه سلنه يې خارجي جنگيالي دي، چې نيغ په نيغه د امريکا د استخباراتو او پوځي کارپوهانو له خوا کنتروليږی، تر دې چې په ځينو ځانگړو عملياتو کې ورسره مستقيما برخه اخلي.
دغه د (YPG) ډله اگرکه امريکا د ترکيې به خوښه جوړه کړې، خو د ترکيې څارگره اداره يو ځل بيا په دې توانېدلې، چې په ترکيه کې د سي ای ايه گوتوهنه درک کړې او د ترکيې دولت يې خپلې تېروتنې ته متوجه کړی. په انقره کې پر پوځي کاروان د چاودنو په اړه د ترکیې څارگرې ادارې راپور ورکړ، چې په دغه چاودنو کې د امريکا له خوا د دغه روزل شوي گروپ لاس دی. دا خبره اگر که ترکيه نه غواړي مستقيما په امريکا ورواړوي، ځکه چې انقره دا وخت د کيکر په يوه داسې ازغنه ونه کې نښتې، چې يوازې امريکا ورڅخه شاوخوا گرده څرخيږي، ځکه انقره نه غواړي، چې دغه اميد هم له لاسه ورکړي.
ترکيې وس په امريکا زور راوړی، چې دغه د (YPG) ډله دې د تروريستانو په لست کې شامله کړي، خو امريکا به ورسره دا په کوم منطق ومني، چې د هغوی ميلونونه ډالر په دغه ډله مصرف شوي، بلکې د بشار الاسد پر ضد يې د خپلې پاليسۍ محوري نکته گرځولې. له بلې خوا انقره وس هم له امريکا څخه د خپلو وعدو د پوره کولو په هيله د مرستې غوښتنه کوي. څو ورځې مخکې د ترکيې د لومړي وزير داود اوغلو په مشرۍ د دولت د وزيرانو او استخباراتي مشرانو ترمنځ امنيت غوڼده ناسته وه، په دغه غونډه کې د ترکیې لومړي وزير وويل، چې موږ نور د امريکا انې بهانې نه منو او بايد مستقيما د کردانو پر ضد زموږ سره لاس يو کړي او زموږ مرسته وکړي.
۳- د (PKK) گوند: دغه گوند ته په (Kurdistan Workers Party ) وایی، چې (د کردانو د کارگرو گوند) په معنی دی. دغه گوند ته په عربي کې (حزب العمال الکردستاني) وايي. دا گوند د نورو گوندونو څخه ډېر زوړ تاريخ لري، چې د جنگونو او مرگونو يوه لويه لړۍ يې شاته پريښې، خو دومره بايد ووايم، چې د دغه گوند قوميت او ژبني بيلتون ته ډېر ژمن دي او د يو بېل وطن غوښتونکي دي. د دغه گوند سره ترکيې دولت څو ځله د اوربند اعلان هم کړی، چې څو مياشتې مخکې دغه اوربند يو ځل بيا مات شو او له همغې ورځې په مختلفو ځاينو کې په حکومتي او پوځي کسانو غلچکۍ حملې کوي.
دغه گوند هم د ترکيې لپاره يوه ستره ننگونه ده او د ترکيې د پوځي مصرف يوه غټه اندازه د همدغې ډلې په وژلو او ښکار کولو مصرفيږی. ترکيه دغه ډله د خپل ځان لپاره له نورو ډلو ډېره خطرناکه بولي، ځکه چې د دغه ډلې جنگيالي اکثره ترکان دي او په داخل کې اوسيږي، مرکزونه يې تر ډېره پټ دي.
۴- اسلامي دولت: اسلامي دولت يا (ISIS) يو له هغه گوندونو څخه دی، چې د تيزې سيلۍ په څېر يې لکونه انسانان له خاورو لاندې کړل، په زرگونو کورونه يې ړنگ او اباديانې يې چپه کړې او د يو نه ختميدونکي طوفان په څېر پرمختگ کوي. د دغه طوفان خړې او گرد زموږ د افغانستان فضا هم داسې خړه کړې، چې ورور يې له وروره ورک کړی دی.
ترکيه دغه گوند هم د ځان لپاره ستر گواښ گڼي او د گردې نړۍ څخه يې څو څو وارې د دوی پر ضد د عملياتو غوښتنه کړې. لکه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، ترکيې د دغه گوند سره کومه ستونزه نه لرله، خو کله چې امريکا د ترکيې څخه په کلکه وغوښتل، چې د دوی پر مرکزونو دې د امريکا د ائتلاف سره ځان مستقيما يوځای کړي او ترکيې ورسره ومنله، له همغې ورځې څخه اسلامي دولت هم د ترکيې پر ضد د عملياتو اعلان وکړ.
د نتيجې په توگه ويلی شو چې:
د امريکا دوستۍ ترکيه يو ځل بيا په يو نه ختميدونکی جنگ ورگډه کړې، چې وتل ورڅخه ډېر اسان نه دي.
پورته هغه څلور سترې ننگونې دي، چې امريکا ته د ورنږدې کېدو په نتيجه کې ترکيه ورسره لاس او گريوان ده.
د امريکا دوستي د مسلمان دولت سره په هيڅ معنا سمون نه خوري.
د نړۍ زبر ځواکونه هيڅکله نه غواړي په خپلو کې سره ډغره ووهي.