افغانستانسلايډ

د ټاکنو کميسیون د ولسي جرگې ټاکنو نېټه اعلان کړه

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسي جرگې او ولسواليو شوراگانو د ټاکنو نېټه اعلان کړه. کميسيون په دې اړه له سخت اختلاف سره هم نن دغه نېټه په گوته کړه.

د ټاکنو کميسيون رييس يوسف نورستاني نن په يوه خبري غونډه کې وويل، د ولسي جرگې او ولسواليو شوراگانو ټاکنې به د راتلونکي کال د تلې په څلرويشتمه نېټه ترسره شي.

مخکې ولسمشر غني ويلي و، د راتلونکي کال د دوبي او مني تر منځ وخت کې دغو ټاکنو ته تياری لري، خو دقيقه نېټه معلومول د ټاکنو د خپلواک کميسيون کار دی.

نورستاني په دې اړه وويل، کميسيون دغه نېټه ځکه معلومه کړه، چې د ټاکنو قانون د درې څلوېښتمې مادې له مخې له ټاکنو يو سل او اتيا ورځې وړاندې بايد نېټه اعلان شي.

د ټاکنو کميسيون په اړه اختلاف د اجراييه رياست له لوري رامنځته دی، اجراييه رييس عبد الله عبد الله نن د خبرو په مهال د ټاکنو کميسيون اوسني غړي «پخوانی کميسيون» بللی او ويلي يې دي، چې ټول ټاکنيز پروگرامونه به د نوي خپلواک کميسيون تر څار لاندې ترسره کېږي.

د ملي يو والي حکومت هم يوه کميسيون ته دنده ورکړې ده، چې د ټاکنيزو کميسيونونو د غړيتوب لپاره نوي کسان غوره او ولسمشر ته معرفي کړي.

نورستاني له حکومته غوښتي دي، چې د ټاکنو د امنيت او بوديجې په اړه يې مرسته وکړي.

د ټاکنو کميسيون له لوري دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ولسي جرگې او ولسواليو شوراگانو ټاکنې له يو کال ځنډ سره مخ شوې، حکومت د ولسي جرگې د غړو د کار موده له ختمېدو سره سره هم يوه بل کال ته وغځوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button