ټولنهسلايډ

محمد علي کلي رښتیا هم مسلمان و؟

مسلمان امریکايي سوک‌ وهونکی علي کلي د امریکا په ایروزونا ایالت کې د تنفسي ستونزو له کبله نن سهار وختي د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو. علي کلي کلونه راپدیخوا د پارکینسون د ناروغۍ له امله کړېده، چې تېره ورځ یې کورنۍ رسنیو ته وویل چې د علي روغتیايي حالت ښه نه دی.

محمد علي له ننه کابو نيمه پېړۍ وړاندې هغه مهال ډېر مشهور شو، چې خپل بوکس وهونکي رقيب ته يې ماته ورکړه. د کلي شهرت هغه مهال دوه برابره زيات شو چې د مسلمانۍ آوازه يې خپره کړه او رسنيو ته يې وويل چې نور «کاسیوس» کلي نه، بلکې محمد علي کلي دی.

په ۱۹۶۴م کې د بوکس وهنې د مسابقې له ګټلو وروسته مالکوم اکس د کلي انځور وباسي.

خو پوښتنه دا ده چې محمد علي کلي رښتيا هم مسلمان و؟

د تېرې پېړۍ په شپېتمه لسيزه کې په امريکا کې د تورانو يا نېګر قوم پر وړاندې د زيات تعصب له امله د بغاوت څپه توده وه. ډېری افريقايي امريکايانو د سپينو امريکايانو د تعصب له امله د تورانو ګوندونه او ډلې جوړې کړې وې. په دغو ډلو کې يوه د الېجا محمد له لورې د «اسلام ډلې» په نامه جوړه شوه.

دغې ډلې ته ډېر افريقايي امريکايان ورغلل. دوی به خلک اسلام ته بلل، خو ويل به يې چې اسلام د تورو خلکو دين دی او له سپين نژاد سره دوستي نه کوي. «د اسلام ډلې» ډېر ښه ويناوال لرل. يو له دغو څخه مالکوم اېکس يا شاباز و، چې محمد علي کلي ترې سخت متاثر و.

کلي د اليجا محمد وينا ته ځير ناست دی.

مالکوم ايکس ډېر خلک د اسلامي په نامه ډلې ته وروبلل، خو وروسته پوه شو چې دا ډله ډېرې ستونزې لري. مشر يې، اليجا محمد پر غلطو عقايدو برسېره اخلاقي ستونزې هم لري، نو دغه ډله يې پرېښوده او سني اسلام ته واوښت. څه موده وروسته «د اسلام ډلې» مالکوم اېکس وواژه.

محمد علي کلي هم مطالعه پيل کړه او په ۱۹۷۵م کال کې سني اسلام ته واوښت او د اسلام ډلې غلط عقايد يې پرېښودل. په ۲۰۰۵م کال کې کلي تصوف سره مينه پيدا کړه او دغې ډلې ته ورغی. د محمد علي کلي ژوند د دغه ډول عقيدوي بدلونونو شاهد و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button