سلايډسيمه او نړۍ
«وږي کولای شي، لږ خواړه غلا کړي»
ايټاليا کې وږو وگړو ته د لږو خوړو د غلا اجازه وشوه. د دې هيواد د سترې محکمې د يوې تازه پرېکړې له مخې له دې وروسته د لوږې له امله د لږو خوراکي توکو غلا جرم نه دی.
د ډيلي ميل ورځپاڼې له راپور سره سم محکمې دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې د يوه بې روزگاره اوکرايني وگړي (رومان سټراکوف) جرمي دوسيه تر بيا څېړنو لاندې ونيول شوه. نوموړي په ۲۰۱۱ز کې يوه مارکېټ کې دوه ټوټې پنېر او يو ساسج غلا کړي وو، چې ارزښت يې نږدې څلور يورو کېده.
رومان په همدې تور بندي شوی و او د محکمې له لوري ورته شپږ مياشتې بند او سل يورو جرمانه سزا ټاکل شوې وه.
محکمې د هغه د دوسيې د بيا څېړنې پر مهال هغه بري اعلان کړ، ځکه سټراکوف د لوږې له امله غلا کولو ته اړ شوی و. د ايټاليا سترې محکمې وروسته دا پرېکړه هم وکړه، چې که د لوږې له کبله چا د اړتيا په اندازه غلا وکړه، مجرم نه دی.