د پاکستاني رسنیو له راپورونو سره سم، پرون د جمعې پر ورځ د هرات پخوانی والي، سید فضل الله وحیدي د نامعلومو وسلهوالو له خوا اختطاف شوی.
د رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلی وحیدي د انگلستان د ویزې ترلاسه کولو په موخه اسلام اباد ته سفر کړی و چې د نامعلومو کسانو له خوا اختطاف شو.
وحیدي له خپل ۱۲کلن لمسي سره ریسټورانټ ته پر لار و چې نامعلوم کسانو کسانو پورته کړ.
د پولیسو چارواکو له خولې، فضل الله وحیدي د اسلام اباد په F-7 سیمه کې په مېلمستون کې ځای نیولی و. وحیدي رانا مارکېټ ته څېرمه ورک شوی.
د هرات د پخواني والي له اختطاف کېدو سره سم، په اسلام اباد کې افغان سفارت له پولیسو سره پېښه ثبت کړې. په اسلام اباد کې نوی افغان سفیر، ډاکټر عمر زاخېلوال ویلي چې پېښې اندېښمن کړی او په دې تړاو له پاکستاني چارواکو په اړیکه کې دی.
ویل کېږي، چې وحیدي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره نژدې اړیکې لري.