د ملي اردو سرتېرو نن د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې په څو مشکوکو کسانو ډزې کړي چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او څلور نور د یوې مېرمنې په شومول ټپیان شوي دي.
د ولایتي شورا غړي تور محمد ظریفي رسنیو ته ویلي چې د اردو په ډزو کې مشکوک کسان هم وژل شوي دي.
د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد د ملي اردو ډزو خبر منلی خو دا یې رد کړې ده چې گواکي د سرتېرو په ډزو کې دې ماشومان وژل شوي وي.
فرهاد دا منلې چې د ملي اردو سرتېرو په موټر ډزې شوي چې مقابل کې یې ملي اردو هم ډزې کړي چې دواړو خواوو ته مرگ ژوبله اوښتې. فرهاد د وژل شوو کسانو په اړه دقیق معلومات ورنه کړل.