خبرونهسلايډ

استنبول کې چاودنې گڼو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

نن سهار وختي د استنبول په تر ټولو گڼ ځای کې د پولیسو د موټر تر څنگ په یو بل موټر کې له لرې نه د کنټرول کېدونکي بم چاودنې سره گڼ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د استنبول د پولیسو مشر وايي چې د چاودنې له امله اووه تنه پولیس او څلور تنه ملکيان وژل شوي او شاوخوا شپږ دېرش کسان ټپیان شوي دي. د پولیسو مشر زیاته کړې چې د ډېری ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ده.

د فرانسې خبري اژانس همدارنگه خبر ورکوي چې چاودنه د استنبول د پوهنتون په څو مترۍ کې شوې او له امله یې د پوهنتون ازموېنې ځنډېدلي دي.

د اناتولي خبري ژانس همداراز خبر ورکړی چې چاودنې شاوخوا ودانیو ته هم زیان اړولی دی.

تر دې دمه د چاودنې پړه چا په غاړه نه دی اخیستی خو د راون کال له پیل راهیسې د ترکیې په ډېرو ښارونو کې چاودنې شوي چې مسوولیت یې د کرد پ‌ک‌ک ډلې په غاړه اخیستې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button