د ولسمشرۍ دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د بروکسل په کنفرانس کې د کډون په موخه د بلجیم په لوري رهي شول. خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر به د بروکسل غونډې په څنډو کې د کنفرانس له غړو هېوادونو له مشرانو سره جلا جلا ناستې وکړي.
په دې سفر کې له ولسمشر سره د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي، عبدالسلام رحیمي، نسیرین اوریاخیل، دلبر نظري، همایون قیومي، نادر نادري، سیما ثمر، حبیبه سرابي، عتیق الله نصرت، محمد هارون چخانسوري ملگري دي.
تمه کېږي چې غونډه به سبا پيل کېږي او راتلونکي ورځ به پای مومي.