خبرونهسلايډ

امریکا له افغان هوايي ځواک سره د ۱۲ چورلکو مرسته کوي

افغان هوايي ځواک به ډېر ژر له امریکا څخه ۱۲ MS-530S چورلکې چې د راکټ وصله ټکنالوژۍ به لري تر لاسه کړي.

د افغان هوايي ځواک د راپور له مخې دغه چورلکې به په درې راتلونکو میاشتو کې دوی ته تسلیم شي. د هوايي ځواک عمومي قومندان جنرال عبدالوهاب وردگ رسنیو ته ویلي چې له جون څخه تر اگست پورې به هره میاشت درې چورلکې افغان ځواکونو ته تسلیمېږي.

امریکايي رسنۍ وايي چې درې چورلکې به له ۱۲ میلیونه امریکايي ډالرو سره یوځای افغان هوايي ځواک سره مرسته وکړي. د ملي دفاع وزارت د چارواکو په وینا دوی به له دې مرستې وروسته ټول ۱۹ راکټ لرونکي چورلکې ولري.

د افغان هوايي ځواک سره هند او امریکا د چورلکو مرستې کړي دي. تر دې دمه دغه ځواک په بشپړ ډول نه ده مجهز شوې

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button