امریکايي ځواکوانو د کندز پر روغتون د بمبارۍ د پلټنې پایلې په ډاګه کړې او دا يې یوه «انساني تېروتنه» بللې.
دوه میاشتې وړاندې د تلې د میاشتې په ۶مه طالبانو د یوه پراخه برید پر مټ د څو ساعتونو په ترڅ کې د کندز ښار ونیولو. افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه د کندز د بېرته نیولو لپاره هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل. پر کندز د بمبارۍ پر مهال امریکايي ځواکونو د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون بمونه وغورځول چې له کبله یې ۳۱ تنه ډاکتران او مریضان ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال کمبیل پرون د نومبر په ۲۵مه ددغه بمبارۍ په اړه وویل چې د دوی څېړنې ښيي چې AC-130 جنګي الوتکې د کندوز پر روغتون «سهوا» بمباري کړې وه.
کمپیل زیاته کړې چې امریکايي الوتکې د هغو معلوماتو په اساس بمباري کړې چې افغان ځواکونو ورته ورکړي وو او له همدې کبله دې الوتکې په غلط هدف برید کړی و.
هغه وویل: «دا یوه ویرجنه اشتباه وه. امریکايي ځواکونه هېڅکله یو روغتون او یا نور محفوظ ځایونه قصدا نه په نښه کوي».
امریکايي چارواکي همدا راز وايي چې هغه کسان یې له دندو لرې کړي چې د کندز په بمبارۍ کې یې لاس درلودلو.
هغه دا څرګنده نه کړله چې څومره کسان يې له دندو لرې کړي. د امریکايي ځواکونو څېړنیز راپور هم د یادو کسانو نومونه نه دي ذکر کړي.
د امریکا لخوا د کندوز پر روغتون د بمبارۍ پایلې په داسې حال کې په ډاګه کیږي چې د بې سرحده ډاکترانو روغتون مسوولینو غوښتنه کوله چې د بمبار د تحقیق لپاره دې نړيوال کمیسیون لاس په کار شي.
دوی د کندوز بمباري نه یواځې پر روغتون، بلکې د جینوا په کنوانیسون بمباري ګڼلې وه.
د ډاکترانو دغې ټولنې د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د دغه روغتون کارکوونکو ١٨ ځلې د تیلفون او کتبي پیغامونو له لارې هڅه کړې وه چې د امریکایي او افغان چارواکو سره تماس ونیسي چې ددې برید مخنیوی وشي.