
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بهرنيو چارو مرستيال وزير ملا عبدالجليل د طالبانو له اوسني مشرتابه سره له مخالفته لاس اخيستی، پرون د طالبانو په ويب پاڼه کې د هغه لخوا پر قلم لیکل شوی لیک خپورشو. چې پکې يې د طالبانو له مشر ملا اختر محمد منصور سره د بیعت اعلان کړی او ترلیک لاندي يې خپل لاسليک کړی.
له دې نه څو اونۍ وړاندې، د طالبانو د اوسني مشرتابه يو تن بل مخالف عبدالقيوم ذاکرهم خپل مخالفت ته د پای ټکې کيښود.