ټرامپ: کلنټن فاسده او رشوت خوره ښځه ده
د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته د جمهوري ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ په خپل مقابل لوري مېرمن هيلري کلنټن تور پورې کړی چې يوه فاسده او بډې اخيستونکې ښځه ده. هغه د ډموکرات ګوند له نوماندې او د هغې له مېړه غوښتي چې د «کلنټن» په نوم خيريه موسسه وتړي.
فرانس پرس اژانس خبر ورکړی چې ټرامپ په خپله وروستۍ وينا کې ويلي: «د کلنټن کورنۍ له څو لسيزو راهيسې د امريکايانو پر ځای د هغو خلکو د خدمت له لارې خپل جېبونه ډک کړي، چې دوی ته پيسې ورکوي. دا ښکاره خبره ده چې کلنټن موسسه په سياسي تاریخ کې تر ټولو فاسده هغه ده».
کلنټن موسسه د امريکا پخواني ولسمشر ۲۰۰۱ز کې د سپينې ماڼۍ له پرېښودو سره سم جوړه کړه او د امريکا دننه او بهر يې له وګړو، شرکتونو او دولتونو ورته مالونه راټول کړل چې نږدې دوه مليارد ډالرو ته رسېږي.
بل لور ته پر مېرمن کلنټن شک کېږي چې د خپلې دندې پر مهال يې د پيسو راټولولو کې له خپل منصبه ګټه پورته کړې ده، هغه د امريکا د بهرنيو چارو وزيره پاتې شوې ده.