خبرونهسيمه او نړۍ
جنوبي کوريا: امریکایي الوتکه پرېوته

نن د جنوبي کوریا پر وخت د ماښام شپږ او دېرش دقيقې امریکایي اپاچي چورلکه له خپل روزنيز پنډغالي څخه د ۷۵ میلو په فاصله کې پر ځمکه پریوته.
د يادې چورلکې د لوېدو له امله یې دوه پيلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د جنوبی کوریا د خبري آژانس «یانهوپ» د راپور له مخې د ټکر لامل له بریښنایې برج سره د هلیکوپټرې ټکر ښودل شوی دی. امریکایي بحري پوځ دغه راپور نه دي تائید کړی، خو ویلي يې دي چې دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده.
تر اوسه پورې د يادې چورلکې د لوېدو له کبله د کوم ځمکني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
د د روزنيزې پنډغالي مشر د پېلوټانو له کورنۍ سره غمرازي ښکاره کړې او له دوی سره یې د مرستي ژمنه وکړه.