فلسطين کې چاودنې پنځلس اسراييلي وگړي ژوبل کړي
د فلسطين په القدس ښار کې يوه بس کې د چاودنې له امله پنځلس اسراييلي وگړي ټپيان شوي دي.
د اسراييلو د سره صليب يوه کار کوونکي ماگين ډېوېډ د پېښې پخلی کړی او رسنيو ته يې ويلي، چاودنه کې له لسو تر شلو وگړي ټپيان دي، چې د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. پېښه د القدس په تالبيوت سيمه کې رامنځته شوې ده.
د اسرييلو د پوليسو وياند ميکي روزنفيلډ هم پېښه تاييد کړې، نوموړی وایي، چاودنه په يوه تش بس کې د ځای پر ځای شوي بم له امله شوې، چې له امله يې خوا کې د بل بس سپرلۍ زيانمنې شوې دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، لسگونه امبولانس موټران يې ليدلي، چې د پېښې ځای ته تللي دي.
پوليس وايي، معلومه نه ده، بس کې چاودېدونکي توکي چا ځای پر ځای کړي و، خو په اړه يې پلټنې روانې دي. د پېښې پړه هم تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
د اسراييلو له لوري د فلسطين نيول شويو سيمو کې د دواړو لوريو تر منځ لاس په لاس نښتې او د چاقوگانو بريدونه ډېر وو، خو نننۍ پېښه د معمول خلاف بل ډول ده، چې د سيمو خلکو کې يې وېره خپره کړې ده.