واشنګټن د روسيې پر ضد له اروپا د سختۍ غوښتنه کړې
د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د جمعې د ورځې له بريدونو وروسته په اروپا کې د امريکايي ځواکونو جنرال بين هوډجز پرون چهارشنبه اروپايان دې ته هڅولي چې د روسيې پر ضد په خپل دريځ کې له نرمۍ او ترحمه کار وانخلي.
هوډجز دغه خبرې د فرانسې او روسيې تر منځ د اړيکو د نږديکت پر مهال کړې دي.
په تېره لنډه موده کې اروپايان په دې کې زړه نا زړه و، چې د داعش پر ضد له روسيې سره جګړې ته ورګډ شي که نه، په ياده موده کې لومړی د روسيې يوه الوتکه په مصر کې والوزول شوه، او بيا په پلازمېنه پاريس کې خونړي بريدونه ترسره شول، چې دواړو بريدونو ستره مرګ ژوبله واړوله او پړه يې داعش ډلې پر غاړه واخسته.
په برلين کې تېره ورځ د امنيت په اړه جوړ شوي کانفرانس کې جنرال هوډجز وويل: «روسيه چې په سوريه کې څه وايي او کوي يې، زموږ فکر بايد ونه پاشي، او نه هم رانه په اوکراين کې مېشت ۲۵ زره روسي پوځيان هېر کړي، روسيه ستر هېواد دی او په اټونيا، لاټفيا او ليټوانيا کې زموږ د دوستانو پر ضد تهديدوونکي دريځ او حرکات لري».
هوډجز په دې غونډه کې د لوړپوړو پوځي او سياسي چارواکو په وړاندې زياته کړه: «زه يقين لرم چې روسان سوريې ته تللي، هلته دوه موخې لري، لومړی دا چې خپل ځای وساتي او دوهم دا چې په منځني ختيځ کې ځانته د پښې ايښودو ځای جوړ کړي، دوی د ولسمشر اسد په کيسه کې نه دي، هدف يې خپل ځای ساتنه ده».
جنرال همدا راز په روسيې تور پورې کړ، چې د «مينسک» له تړون سره سم روس په اوکراين کې د ډزبندۍ شرطونو ته هم ژمن پاتې نه شو، د دې له پاسه يې نړيوال څارونکي پرېنښودل، چې اوکراين ته ننوځي.
د يادونې وړ ده چې اروپايي ټولنې تېر کال له دې امله پر روسيه بنديزونه لګولي وو، چې القرم نيمه وچه يې خپله کړه او د اوکراين په ختيځ کې يې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکاوه.
بل لور ته د ناټو لپاره د روسيې استازي الکساندر غروشکو تېره چهارشنبه وويل، هېواد يې تيار دی چې له داعش سره د مبارزې په ګډون له اروپا سره د ګډو ننګونو په اړه لاس يو کړي، خو په هغه بنديزونو يې نيوکه وکړه، چې پر اروپا پر روسيه لګولي دي.