خبرونهسلايډ

د جنرال دوستم وسله‌وال ملکي وگړي وژني

د بشر د حقونو د څار ادارې خبر ورکړی چې د جنبش غړو د ولسمشر د دویم مرستیال «عبدالرشید دوستم» تر مشرۍ لاندې په فاریاب ولایت کې ملکي وگړي وژلي او ځورولي دي. د بشر د حقونو د څار اداره له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دې کړنو عاملین ژر ونیسي او د قانون منگولو ته یې وسپاري.

د دې ادارې له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د دوستم کسانو د جولای په شپږویشتمه د طالبانو په ضد عملیاتو کې ۱۳ تنه ملکیان وژلي او ۳۲ تنه نور یې په دې تور ډبولي چې گواکي دوی له طالبانو څخه په سیمه کې ملاتړ کوي. راپور زیاتوي چې د دوستم کسانو دې کلیو ته وروسته له هغې ننوتل چې طالبان ور څخه وتي ول.

د سیمې اوسېدونکو د بښنې نړیوالې سازمان ته ویلي چې د سهار په اتو بجو کې د دوستم دوسوه وسله‌والو ملیشو د فاریاب دولت اباد سیمې ته ننوتل او بې‌وزله او ملکي وگړي یې په دې تور ووژل او وډبول چې دوی له طالبانو سره لاس لري او د هغوی ملاتړ کوي.

د جنبش ویاند بشیر احمد ته‌اینج د بشر د حقونو دغه راپور رد کړی او زیاته کړې یې ده چې د بشر د حقونو د څار اداره او د بښنې نړیوال سازمان راپورونه مستند نه دي او د جنبش په کسانو باندې یې تور لگولی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button