بغلان کې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې د سرتېرو کورنيو له دولته غوښتي، چې بچي يې د طالبانو له کلابندۍ وژغوري او په دې اړه بې غوري ونه کړي.
دغه کورنۍ چې د خپل غږ رسولو لپاره مرکز پلخمري ته راغلې وې، وايي چې اولادونه يې د پلخمري ښار په سره کوتل سيمه کې له درې شپو ورځو راهيسې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي او دولت دې يې د ژغورلو لپاره بېړني گامونه پورته کړي.
دغه کورنۍ وايي، وېره لري، چې بچي به يې د طالبانو لاس ته ولوېږي او د طالب بنديانو د اعدام په بدل کې به يې په دار وځړوي. هغوی زياتوي: «دولت زموږ خبرو ته غوږ نه ږدي، امنيتي ځواکونه کولی شي، سيمې ته ولاړ شي او کلابند سرتېري وژغوري، دولت الوتکې لري خو گټه ترې نه اخلي».
بل لور ته د بغلان د ولايتي شورا غړي اندېښمن دي، چې د څو پوځي قرارگاو په نيولو طالبان توانېدلي دي، ستر امنيتي گواښ رامنځته کړي. د ولايتي شورا يوه غړي بسم الله عطاش رسنيو ته وويل: «دوی لويې لارې ته نږدې دي، د سره کوتل پوځي مرکز داسې ځای کې دی، چې طالبان لويې لارې ته رسېدو ته نه پرېږدي».
د ولايتي شورا يوه بل غړي محمد ظريف ظريف گواښ وکړ، چې که دولت بغلان کې د هلمند او کندز غوندې عمليات ونه کړي، دوی به پر لاريونونو لاس پورې کړي.
د بغلان مرکز پلخمري شاوخوا سيمه کې له يوې اوونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جگړه روانه ده، جگړه کې دواړه لوري يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي. طالبان همدا راز د جگړې پر مهال د ځينو امنيتي کسانو د نيولو هم وايي.