د هند پولیس وايي چې د پوتینگال په عبادت ځای کې د پراوور په ښار کې د اورلگېدنې له امله له سلو زیات مړه او تر درېسوو زیات ټپيان دي.
د راپورونو له مخې اور د عبادتځای په اورلگید ساتونکي ځای کې لگېدلی دی چېرته چې هندوان خپل مړي سوزوي. د عبادتځای مشرانو غوښتل چې د یوې کلنۍ غونډې په پای کې اورلوبې وکړي.
د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د پېښې په اړه خپل ژور خفگان ښکاره کړ او تمه کېږي چې له حکومتي چارواکو سره ډېر ژر له سیمې څخه لیدنه وکړي.
هندي رسنۍ وايي چې د اورلگېدو څخه وروسته د عبادتځای ودانۍ ویجاړه شوه چې دې پېښې بیا ډېره مرگ ژوبله واړوله. حکومتي مشرانو د پېښې په اړه د پلټنې امر کړی دي.