
ولسمشر اشرف غني نن د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازاربايجان ته ولاړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به نن له غرمې وړاندې د ازاربايجان پلازمېنې باکو ته ورسيږي.
اټکل کيږي، چې ولسمشر به باکو کې د ازاربايجان صدر اعظم حيدر علي اوف او نورو لوړپوړیو چارواکو سره وګوري.
ولسمشر سره په دې سفر کې د اقتصادي سکتور وزيران، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او نور لوړپوړي چارواکي ملگري دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ولسمشر په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو د ملي راديو تلويزونو، د کار او ټولنيزو چارو وزارتونو ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو تړون لاسليک شي.