کابل: د موټرو غلا زور اخيستی
د کابل ښاريانو په دې وروستيو کې د موټرو د غلا له ډېروالی سر ټکولی، هغوی وايي، پوليس خپلې دندې په سمه توگه سر ته نه رسوي او کله خو له غلو سره مرسته هم کوي.
د کابل په بېلا بېلو سيمو کې غله د شپې او ورځې د خلکو موټران غلا کوي.
د ښار اوسېدونکي وايي، هره ورځ څو موټران غلا کېږي، بيا نورو ولايتونو ته وړل کېږي او له پرزو يې کار اخيستل کېږي.
د کابل پوليس مني، چې په تېرو يوولسو مياشتو کې له څلور سوو ډېر موټران غلا شوي، خو په وينا يې ډېری يې له تښتوونکو سره بېرته نيول شوي دي. پوليس وايي، د غلو پر ضد يې گامونه گټور دي.
خو ښاريان وايي، امنيتي مسوولين د غلو د نيولو لپاره گامونه نه پورته کوي، که غله ونيول شي هم، د پوليسو له لوري بېرته خوشې کېږي، ځکه نو غلا ورځ له بلې زور اخلي. دوی زياتوي، د پوليسو د شکايتونو د مرکزونو مسوولين له غلو سره مرسته کوي او غله پرته له کومې وېرې خپل کار پر مخ وړي.
د ښار اوسېدونکو پر دولت غږ کړی، چې ژر تر ژره د دې ستونزې غم وخوري، که نه نوره به هم پراخه شي.